کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، امریکا او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند غځولو او هرمز تنګي کې د بېړیو پر تګراتګ د محدودیتونو لرې کولو په اړه یوې لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي، خو دغه هوکړه لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي تایید ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، په وړاندیز شوې هوکړه کې د ۶۰ نورو ورځو لپاره د اوربند غځول او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د ازاد تګراتګ تضمین شامل دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې د نړۍ د نفتو او ګازو د صادراتو لویه برخه ترې لېږدول کېږي.
رویټرز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې دواړه لوري به په دې موده کې هڅه وکړي د لا پېچلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د ایران د اټومي پروګرام په اړه حللارې ومومي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس ویلي، وروستۍ هوکړه لا نه ده شوې، خو دواړه لوري «هغې ته ډېر نږدې دي.»
خو د ایران تسنیم خبري اژانس مرکچي پلاوي ته د نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د هوکړې متن لا هم وروستی شوی او تایید شوی نه دی.
دغه پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو متقابل بریدونه شوي دي. د امریکا پوځ ویلي چې د ایران څو بېپېلوټه الوتکې یې تعقیب او له منځه وړې او په بندرعباس کې یې د ډرونونو یو د کنټرول مرکز په نښه کړی دی. بلخوا، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ خبرداری ورکړی چې که دا ډول بریدونه تکرار شي، سخت غبرګون به وښيي.
د ایران او امریکا ترمنځ جګړه چې د فبرورۍ میاشتې له وروستیو پیل شوې، زرګونه کسان پکې وژل شوي او د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو یې پراخ اغېز کړی دی.
امریکا او ایران د اوربند پر غځولو ابتدايي هوکړې ته نږدې شوي