کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): يوه امريکايي چارواکي ويلي چې امريکايي ځواکونو د هرمز تنګي شاوخوا کې د ايران د بېپيلوټه الوتکو اړوند پر يو شمېر اهدافو بريدونه کړي، خو ايران وايي، امريکايي بريدونو کوم زيان نه دی اړولی.
د رويټرز د راپور له مخې، يوه امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ويلي چې امريکايي ځواکونو د ايران څلور بريدګرې بېپيلوټه الوتکې نسکورې کړې او د بندر عباس ښار په يوه کنټرول مرکز يې بريد کړی؛ ځکه د هغه په خبره، له دغه ځايه د ډرون الوتکې د توغولو چمتووالی روان و.
سرچينې ويلي، دغه اقدامات «محدود او دفاعي» او موخه يې د امريکا او ايران ترمنځ د اوربند ساتل و.
بلخوا، د ايران تسنيم خبري اژانس د يوې پوځي سرچينې له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو سمندري ځواک د يوې امريکايي نفتلېږدوونکې بېړۍ د تېرېدو د مخنيوي لپاره خبرداريزې ډزې کړې چې له امله يې بېړۍ بېرته ګرځېدلې ده.
د راپور له مخې، ايران ويلي چې وروسته امريکايي ځواکونو د بندر عباس شاوخوا پر خلاصه سيمه بريد کړی، خو مرګژوبله يا مالي زيان نه دی ثبت شوی.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو راپورونو ادعاوې رد کړې چې ګواکې له ايران او عمان سره د هرمز تنګي د تګراتګ د بېرته عادي کولو په اړه کوم توافق ته رسېدلي دي.
هغه ويلي، هيڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې واخلي.
د يادونې ده، هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو ګڼل کېږي او د نړۍ د نفتو او مايع