ژبه

تېره ورځ راستنو شوو ته د ځمکې څه باندې دوه زره نومرې وېشل شوې دي

توسط هجرت‌الله کاکړ

جون 2, 2026 - 4:23 pm

Views: 4

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، تېره ورځ په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې په ننګرهار ولایت کې ۵۸۴ راستنو شوو کورنیو ته، په فاریاب کې ۳۹۷ کورنیو ته، په فراه کې ۱۳۳ کورنیو ته او په هلمند کې ۱۲۷ کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په ټوله کې د تېرې دوشنبې ورځې په جریان کې ۱۲۴۱ راستنو شوو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکې نومرې ووېشل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شوو استوګنیزو نومرو شمېر ۳۶ زره او ۹۶۰ ته رسېدلی دی.

دغه وزارت ویلي، ټینګار پر دې دی چې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو برابرولو بهیر به لا هم په چټکۍ سره دوام ومومي.