ژبه

روانه اونۍ څه باندې ۳۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي

توسط سهراب سروري

مې 21, 2026 - 11:26 am

Views: 24

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د روانې اونۍ په جریان کې ۳۰۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۲۶۸ کسان د تورخم او ۳۹ نور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو او له ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ټولټال ۱۷۴ زره او ۹۷۲ افغانان افغانستان ته راستانه شوي، چې ۸۹ سلنه یې په خپله خوښه او ۱۱ سلنه په جبري ډول ایستل شوي دي.