ژبه

امریکا: د ګرین‌کارټ غوښتونکي باید د خپلو غوښتنو د مراحلو بشپړولو لپاره خپلو هېوادونو ته ولاړ شي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 23, 2026 - 10:20 am

Views: 15

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې اعلان کړی چې د ګرین‌کارټ ډېری هغه غوښتونکي چې د امریکا دننه حضور لري، له دې وروسته به د خپلو غوښتنلیکونو د مراحلو بشپړولو لپاره اړ وي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

ګارډین راپور ورکړی چې دغې ادارې د جمعې په ورځ د یوې نوې پالیسۍ په یاداښت کې ویلي، د استوګنې د وضعیت د بدلون یا «Adjustment of Status» غوښتنې به یوازې په استثنايي مواردو کې وڅېړل شي او په دې اړه پرېکړه به د هرې قضیې له مخې جلا ترسره کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) چې پر USCIS څارنه لري، ویلي: «هغه کسان چې په موقتي ډول په امریکا کې حضور لري او غواړي ګرین‌کارټ ترلاسه کړي، باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي او له هغه ځایه غوښتنلیک وړاندې کړي.»

سرچینې لیکلي، نوې پالیسي د قانوني تشو د ناوړه استفادې د مخنیوي او د کډوالۍ د قوانینو د سم تطبیق لپاره وضع شوې ده.

د راپور له مخې، د امریکا دننه د ګرین‌کارټ ترلاسه کولو بهیر تر ۶۰ کلونو ډېر وخت بې له بدلون پاتې شوی و او دغه اقدام د کډوالۍ پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ ادارې د سختو پالیسیو برخه بلل کېږي.

د «کېټو» انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، په امریکا کې له یو میلیون ډېر کډوال د ګرین‌کارټ ترلاسه کولو په تمه دي.