کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۷۴ زره او ۹۷۲ افغانان له پاکستانه راستانه شوي چې ۸۹ سلنه یې په خپله خوښه راغلي او ۱۱ سلنه نور په جبري توګه ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د لومړیو درېیو میاشتو په خپل تازه راپور کې لیکلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو او ایستلو لړۍ، د لارو د تړل کېدو له اغېزو سره سره، لا هم په لوړه کچه روانه وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۷۴ زره او ۹۷۲ افغانان له پاکستانه راستانه شوي چې ۸۹ سلنه یې په خپله خوښه راغلي او ۱۱ سلنه نور په جبري توګه ایستل شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته له پنځو ټاکل شوو لارو راستانه شوي او د هغوی ۹۸ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي، د نیول کېدو وېره افغانستان ته د هغوی د راستنېدو اصلي لامل و.
د راپور له مخې، په دغو درېیو میاشتو کې ډېری راستنېدنې د تورخم له لارې شوې او کله چې دا لار د کډوالو پر مخ وتړل شوه، نو ډېر شمېر افغانان د بلوچستان له لارو راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د راستنېدونکو شمېر د تېرو درېیو میاشتو په پرتله ۵۳ سلنه کم شوی؛ خو د پاکستان له لوري د «ناقانونه بهرنیو اتباعو د ایستلو طرحې» د دوام له امله د راستنېدو کچه لا هم لوړه پاتې شوې ده.