ژبه

د لوګر په بره‌کي‌برک کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې

Khwaja Nasir Sideqi

جون 6, 2026 - 11:07 am

Views: 1

 

لوګر (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د لوګر د بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې د نږدې نهه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د بره‌کي‌برک ولسوال مولوي نورالله غالب د پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل، د هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره د خلکو او مسوولینو ګډې هڅې اړینې دي او ټول باید د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره په اخلاص او همغږۍ کار وکړي.

په همدې حال کې، د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي نورالله حکمت وویل چې دغه ریاست په تېرو درېیو میاشتو کې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې له لسو زیاتې پراختیایي پروژې پیل کړې دي او هڅه کوي چې د خلکو د هوساینې لپاره نورې پروژې هم پلې کړي.

د هغه په خبره، د اوبو رسولو دغه شبکه د ډاکار موسسې له لوري د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د درېیو میاشتو په موده کې جوړېږي.

په یاده پروژه کې د ژورې څاه کیندل، د ۴۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو ذخیرې جوړول، د ۱۶ زره او ۶۱۸ مترو په اوږدوالي د پایپونو غځول او د ۱۹۳ کورنیو لپاره د شیردهنونو نصب شامل دي.

چارواکي وایي، د پروژې پلي کېدو پر مهال به لسګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شي او له بشپړېدو وروسته به ۵۱۲ کورنۍ، یوه مدرسه، یو ښوونځی او لس جوماتونه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

خان ولي احمدزی