ژبه

د څلورو بندرونو له لارې ۶۱۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

Khwaja Nasir Sideqi

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، ۶۱۶ کډوالې کورنۍ چې ۳۲۷۰ کسان کېږي د څلورو بندرونو له لارې هېواد ته راستنې شوي، ۵۵۱ کورنیو سره مرسته شوې او ۶۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت نن پر خپله اېکس پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ورځنۍ راپور خپور کړې دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم بندر له لارې ۵۱۳ کورنۍ چې ۲۷۷۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمیسیون د معلوماتو له مخې، ۴۴۸ کورنۍ چې ۲۴۸۵ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې دوه میلیون او څه باندې ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۵۰۴ کورنیو سره په ټولیز ډول څلور میلیون او ۱۸۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک بندر له لارې هم ۵۹ کورنۍ چې ۳۲۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۹ کورنۍ چې ۴۲ کسان کېږي، کابل ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۹۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۲۲ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۲۱ کورنۍ چې ۷۷ کسان کېږي هېواد ته راستانه شوي او د نغدي مرستو په برخه کې له دوو کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې او ۱۹۷ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۲۳ کورنۍ چې۹۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول ۲۳ کورنیو سره ۱۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۷۵ کورنۍ چې ۴۲۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۳۲۶ زره او ۴۴۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۶۱۶ کورنۍ چې ۳۲۷۰ کسان کېږي هېواد ته راستانه شوي، ۵۳۲ کورنۍ چې ۲۹۵۲ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۵۵۱ کورنیو سره مرستې شوې دي.