ژبه

فوټبال؛ مکسیکو د ۲۰۲۶ نړۍوال جام سیالۍ په بریا پیل کړې

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۳

Views: ۹

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د مکسیکو د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام په پرانیستونکې لوبه کې د سوېلي افریقا ملي لوبډلې ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او سیالۍ یې په بریا پیل کړې.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) ویلي، دغه لوبه د پنجشنبې په ماښام د مکسیکو ښار په ازتکا لوبغالي کې ترسره شوه او مکسیکو چې د دغو سیالیو له کوربه هېوادونو دی، وتوانېد د دوو ګولونو په وهلو سره سوېلي افریقا ته ماتې ورکړي.

په دې لوبه کې د مکسیکو لوبغاړو د خپل سیال په پرتله ښه لوبه وکړه او له رامنځته شوو فرصتونو په ګټې اخیستنې سره یې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

د ۲۰۲۶ نړۍوال جام سیالۍ د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي او کوربه‌توب یې مکسیکو، امریکا او کاناډا په ګډه پر غاړه لري.