ژبه

په بلخ کې څه‌ باندې یو میلیون جریب څرځایونه تثبیت شوي

احمد صهيب حسرت

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۵

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د بلخ ولایت په نهو ولسوالیو کې څه ‌باندې ۱.۱ میلیون جریب ‎څرځایونه تثبیت کړي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه عامه څرځایونه د بلخ په نهرشاهي، دهدادي، مارمل، بلخ، شولګره، چمتال، چهاربولک، کشنده او کوه البرز ولسوالیو کې دي او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د موظف پلاوي له لوري تر ارزونې وروسته د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو څرځایونو ۸۰ سلنه چې څه ‌باندې ۸۹۰ زره جریبه کېږي، د څرځای په حالت پاتې دي او ۲۰ سلنه نورو طبیعي بڼه له لاسه ورکړې او د خلکو له لوري په للمي او اوبي  کرنیزو ځمکو او هستوګنیزو کورونو بدل شوي او یا نور تصرفات پکې شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳مې مادې پر بنسټ، پر عامه څرځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منعه دي.

یاد وزارت لیکلي، د مرعي د سروې او تشخیص پلاوی مؤظف شوی چې د اصولو په پام کې نیولو سره، د هغو مرعي ځمکو په هکله چې له طبیعي حالته وتلې، د حل لارې چارې ولټوي.

عدلیې وزارت لیکلي، د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له ‌خوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څرځایونو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر په پای ته رسېدو سره، یاد څرځایونه د ځمکو په بانک کې ثبتېږي.