ژبه

د پاکستان له بندخونو ۴۸۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۸۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۷۵ کسان د تورخم  او ۲۸ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د اسناد نه درلودو له امله نیول شوي وو او هلته يې د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې وې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

سرچینې لیکلي، د کډوالو وزارت له ټولو نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د کډوالو ملاتړ، اسانه راستنېدنې او راستنېدونکو ته د امنیتي او انساني فضا برابرولو ته دوام ورکړي.