ژبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته سفر وکړ

سهراب سروري

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۲:۱۸

Views: ۴

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن رضا نقوي د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی.

تسنیم خبري اژانس نن شنبه راپور ورکړی چې سید محسن رضا نقوي به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره وګوري او خبرې به ورسره وکړي.

د راپور له مخې، نقوي په تهران کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بهیر څاري.

تر اوسه د دې سفر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې، ایرنا خبري اژانس هم په یوه راپور کې لیکلي چې محسن نقوي د ایران او امریکا تر منځ د پاکستان د منځګړیتوب له پیل راهیسې څو ځلې تهران ته سفر کړی.

د راپور له مخې، هغه په خپل وروستي سفر کې، چې د روان کال د غبرګولي په ۱۷مه ترسره شوی و، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي او د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره لیدلي وو.

د یادونې ده چې دا سفر د اسلام‌اباد په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌لیک له لاسلیک دوه ورځې وروسته ترسره شوی دی.