ژبه

امریکا د ایران سمندري کلابندي عملاً پای ته ورسوله

Sohrab Sarwari

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۴

Views: ۸

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د ولسمشر ټرمپ د حکم له مخې سر له نن ورځې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د ننوتونکو او وتونکو ټولو بېړيو پر وړاندې کلابندي پای ته رسولې ده.

د ایران او امریکا ولسمشرانو پرون (پنجشنبه) د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم‌لیک متن لاسلیک کړ.

ایرنا د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې متن خپور کړی او رویټرز هم راپور ورکړی چې دواړو لورو د جګړې د پای ته رسېدو، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو، د ایران پر وړاندې د امریکا د سمندري محاصرې د لغوه کېدو او د بندیزونو او اټومي مسئلې په ګډون د ستونزمنو موضوعاتو په اړه د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو پر ترسره کېدو هوکړه کړې ده.

په همدې حال کې، سینټکام پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي: «نن امریکايي ځواکونو د ولسمشر د حکم له مخې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د ننوتونکو او وتونکو ټولو سمندري تګ‌راتګونو محاصره لغوه کړه.»

یادې قوماندانۍ زیاته کړې چې له دې وروسته به امریکايي ځواکونه د ایران بندرونو ته د بېړیو د تګ او یا له ایراني بندرونو څخه نورو مقصدونو ته د هغو د تګ مخه نه نیسي.

سینټکام ټینګار کړی: «د محاصرې د پلې کولو لپاره د امریکا ټول پوځي اقدامات درول شوي دي.»

خو دغې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د امریکا سمندري ځواکونه به په نړۍوالو اوبو کې پاتې شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د هوکړې ټول اړخونه رعایت، عملي او په بشپړ ډول پلي کېږي.