ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ولسمشرانو یو هوکړهلیک په انلاین ډول لاسلیک کړی؛ داسې هوکړه چې ټاکل شوې د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي پروګرام اړوند ځینو موضوعاتو په اړه د مذاکراتو د دوام زمینه برابره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې په پیل کې ټاکل شوې وه دا هوکړهلیک په سویس کې په یوه ناسته کې د دواړو لورو له خوا لاسلیک شي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ارزونو وروسته پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ولسمشران یې په انلاین ډول لاسلیک کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د دې سند لاسلیک د دواړو هېوادونو د تر ټولو لوړپوړو چارواکو په کچه، د هغه د نقض لګښت لوړوي او تهران د تېرو تجربو په پام کې نیولو سره دا طریقه مناسبه بللې ده.
بقایي ویلي چې د دې هوکړهلیک له نهایي کېدو سره به دواړه لوري د مذاکراتو بل پړاو ته داخل شي. د هغه په وینا، ټاکل شوې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د پاتې موضوعاتو، د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي پروګرام اړوند ځینو مسایلو په اړه بشپړوونکې خبرې وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د تهران له نظره، د ژمنو عملي کول او د مقابل لوري د ژمنتیا څارنه د دې سند له لاسلیک وروسته تر ټولو مهم پړاو دی. هغه زیاته کړې چې اسلامي جمهوریت ایران به یوازې هغه وخت خپلو ژمنو ته عمل وکړي چې امریکا هم خپلو ژمنو ته پابنده پاتې شي.
هغه په دې هوکړهلیک کې د لبنان ځای او په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو پر ټینګار د اشارې په ترڅ کې ویلي: «اسلامي جمهوریت ایران ښودلې چې خپل دوستان په غېږ کې نیسي او په هېڅ شرایطو کې یې یوازې نه پرېږدي. زموږ لپاره په لبنان کې اوربند هماغومره اهمیت لري لکه په ایران کې اوربند، او په لبنان کې د جګړې پای هماغومره مهم دی لکه په ایران کې د جګړې پای.»
بقایي زیاته کړې چې د دې هوکړهلیک په لومړي بند کې څو ځله د لبنان نوم یاد شوی او په څرګند ډول د جګړې پر پای، د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر درناوي ټینګار شوی؛ هغه موضوع چې د نوموړي په وینا، په دې هوکړه کې د لبنان اهمیت څرګندوي.
د یادونې ده چې ایران او امریکا په وروستیو کلونو کې د ایران د اټومي پروګرام، د بندیزونو د لرې کولو او سیمهییزو مسایلو په اړه څو پړاوونه غیرمستقیمې خبرې کړې دي.