ژبه

د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې؛ پیلوټ او یو افسر مړه شوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۳

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د پاکستان د هوايي ځواک یوه الوتکه مردان ښار ته نږدې لوېدلې چې له امله یې پیلوټ او د سمندري ځواک یو افسر مړه شوي دي.

جیو نیوز د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) له قوله راپور ورکړی چې دغه الوتکه د یوه عادي روزنیز پرواز پر مهال لوېدلې ده.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دې پېښې قربانیان د پاکستان د هوايي ځواک پیلوټ محمدقاسم عبدالله او د دغه هېواد د سمندري ځواک افسر طاها عباسي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې د پېښې د علت څېړلو لپاره د هوايي ځواک د قوماندانۍ له لوري یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او یو شمېر پوځي قوماندانانو پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم مظفراباد ته نږدې د پاکستان د پوځ یوه چورلکه لوېدلې وه چې ټول سپاره کسان یې مړه شوي وو.