کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): کابل کې د ماشومانو جراحۍ یوه متخصص چې د کب پوستکي د پیوند له لارې یې د یوه پنځهکلن سوځېدلي ماشوم بریالۍ درملنه کړې، په ایسلنډ کې په یوه نړۍوال ورکشاپ کې د «اورورا کلینیکي غورهوالي(ACE) » سرټیفیکېټ ترلاسه کړی دی.
د شمال قطب د نیمې شپې لمر د جراحۍ نړۍوال ورکشاپ څه شی دی؟
د راپورونو له مخې، د شمال قطب د نیمېشپې لمر جراحۍ نړۍوال ورکشاپ (Arctic Midnight Sun Surgical Workshop) هر کال په ایسلنډ کې جوړېږي او د زخمونو او سوځېدنو درملنې په برخه کې یو له مهمو تخصصي پروګرامونو دی.
په دغه پروګرام کې د بېلابېلو هېوادونو متخصصین د سوځېدنې او پېچلو زخمونو لرونکو ناروغانو د درملنې لپاره د کب پوستکي د پیوند ټکنالوجۍ د کارونې په اړه خپلې تجربې او عملي بېلګې شریکوي.
د «اورورا کلینیکي غورهوالي(ACE) » سند هغو ډاکټرانو ته ورکول کېږي چې د دې درملیزې طریقې په کارولو سره د ناروغانو رغېدو په بهیر کې غوره او بریالۍ پایلې ترلاسه کړې وي.
سږ کال د اندراګاندي روغتون د ماشومانو د سوځېدنې د جراحۍ څانګې مشر او د ماشومانو د جراحۍ متخصص حبیبالرحمن قاسم هم د دې جایزې ګټونکی شوی دی.

هغه پژواک ته وویل چې په دغه ورکشاپ کې یې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لږ تر لږه ۳۰۰ متخصصینو برخه پکې اخیستې وه.
هغه وايي، د شمال قطب د نیمېشپې لمر د جراحۍ له نړۍوال ورکشاپ څخه یې د «اورورا کلینیکي غورهوالي(ACE) » سند ترلاسه کړی؛ هغه جایزه چې د سوځېدلو کسانو درملنې لپاره د کب پوستکي د پیوند برخه کې د بریالي عملیاتو لرونکو ډاکټرانو ته ورکول کېږي.
د هغه په خبره، په دغه ورکشاپ کې چې د سلګونو متخصصینو په ګډون جوړ شوی و، د فراه ولایت د یوه پنځهکلن ماشوم قضیه د ګډونوالو پام ځان ته واړاوه؛ دغه ماشوم چې له سختې سوځېدنې او پراخ عفونت وروسته د کب پوستکي د پیوند په وسیله د اندراګاندي ماشومانو روغتون کې درملنه شوې و.
نوموړی وايي چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۴مه د فراه ولایت یو ماشوم چې شاوخوا ۵۰ سلنه سوځېدلی و، دغه روغتون ته وروړل شو؛ د دغه ماشوم بدن د درېیمې درجې له سختو سوځېدنو سره مخ و او د شدید عفونت له امله یې د بدن زیاتې برخې په بشپړ ډول تورې شوې وې.
قاسم وویل: «کله چې دغه ناروغ موږ ته راوړل شو، په ډېر بد وضعیت کې و؛ خو موږ سمدستي تر درملنې لاندې ونیو. په لومړي سر کې هڅه وشوه چې د ماشوم عمومي وضعیت ښه شي او وروسته د درملنې او جراحي بهیر پیل شو.»
هغه زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې د ناروغ له بدنه سوځېدلي او تخریب شوي نسجونه او پوستکی لرې کړل شول. د هغه په خبره چې ماشوم سخت عفونت درلود؛ داسې عفونت چې درملنه یې ان په پرمختللو هېوادونو کې هم ډېره ستونزمنه وه، خو د درملنې ډلې وکولای شول چې هغه کنټرول کړي.
ډاکټر قاسم وویل چې د ناروغ د وضعیت له نسبي ښه کېدو او د هغه د پایواز له رضایت وروسته، ماشوم د جراحي عملیاتو لپاره چمتو شو او د لومړي ځل لپاره پرې د کب پوستکي پیوند ترسره شو.

هغه وايي: «پنځه ورځې وروسته د ناروغ پانسمان ترسره شو؛ د ماشوم عمومي وضعیت ښه و، عادي خواړه یې خوړل او حتا مو وکولای شول چې بې له بېهوښۍ یې پانسمان وکړو؛ د پانسمان پر مهال مو له ماشوم سره خبرې کولې او په خوشحالۍ سره هغه ډېر درد نه احساساوه، دا چې ناروغ مو د ښه کېدو پر لور روان و، زموږ لپاره ډېر هیلهبښونکی او د خوښۍ وړ و.»
نوموړي وویل چې له ۱۲ ورځو وروسته د دغه ماشوم د رغېدو بهیر کې د پام وړ بدلونونه ولیدل شول او د درملنې له ټولو پړاوونو وروسته له بشپړې روغتیا سره له روغتونه رخصت شو.
د هغه په وینا، دغه ناروغ تر اوسه له هیڅ ډول عوارضو سره نه دی مخ شوی او د درملنې په بهیر کې هېڅ ډول پیچلتیا یا جانبي عارضه هم نه ده رامنځته شوې.
هغه وویل: «په ویاړ سره ویلای شم چې د دغه ماشوم د درملنې ټول پړاوونه په اندراګاندي روغتون کې یوازې پنځه اونۍ وخت ونیو؛ په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې، د اروپا او امریکا په ګډون، د داسې پېښو لپاره هم عموماً له دې څخه ډېر وخت اټکل کېږي.»
د درملنه شوي ماشوم پلار: زما زوی بېرته بشپړه روغتیا پیدا کړه
د حکیمالله پلار اقامحمد چې په فراه ولایت کې سوځېدلی و، به ټیلېفون کې پژواک ته وویل چې زوی یې تېر کال د لرګیو په اور کې د لوېدو له امله سوځېدلی و.

هغه زیاته کړه چې حکیمالله له دې پېښې وروسته د کابل اندراګاندي روغتون ته ولېږدول شو او د ډاکټر حبیبالرحمن قاسم له خوا د جراحي تر پنځو عملیاتو وروسته بېرته بشپړه روغتیا ترلاسه کړه.
آقامحمد د دغه روغتون له خدماتو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له نورو والدینو هم وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته لا ډېر پام وکړي.
هغه په پای کې له ډاکټر قاسم او د اندراګاندي ماشومانو روغتون له نورو کارکوونکو مننه وکړه.
د اندراګاندي ماشومانو روغتون کې د سوځېدنو درملنې برخې د ظرفیت لوړولو هڅې
ډاکټر حبیبالرحمن قاسم د افغانستان د روغتیايي امکاناتو محدودیتونو ته په اشاره وویل چې د هېواد روغتیايي مرکزونه د اروپا او امریکا د روغتونونو په پرتله د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي؛ خو له دې ستونزو سره سره هڅه کېږي چې ناروغان د هېواد دننه درملنه شي او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته له سفره راوګرځي.

د هغه په وینا، د سوځېدنې ناروغانو درملنه کې کارېدونکی د کب پوست د آیسلنډ له خوا برابر شوی او د تخنیکي ملاتړ یوه برخه د زوریخ پوهنتون له لوري ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې نړۍوالې همکارۍ په وروستیو کلونو کې لامل شوې چې اندراګاندي روغتون د اروپا او امریکا له څو معتبرو روغتیايي مرکزونو سره دوامداره اړیکې ولري او له تخنیکي او تجهیزاتي مرستو یې ګټه واخلي.
قاسم وویل، په دې وروستیو کې ایسلنډ له دغه روغتون سره ۱۰۰ زره ډالره مرسته کړې او د شاوخوا اووه زره ډالرو په ارزښت یوه طبي دستګاه هم ورکړل شوې ده. د هغه په باور، دا امکانات کولای شي د روغتیايي خدماتو په ښهوالي او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
هغه د سوځېدنې د ناروغانو ناوخته مراجعه د لویو ستونزو له ډلې وبلله او ویې ویل چې ډېری ناروغان له لرې ولایتونو له ۱۰ تر ۱۵ ورځو وروسته روغتونونو ته رسېږي،چې دغه کار د مړینې او معلولیت خطر زیاتوي. د هغه په خبره، د بسترونو کمښت، د ولایتونو د روغتیايي مرکزونو او اندراګاندي روغتون ترمنځ د اغېزناکې همغږۍ نشتوالی او د متخصصو کارکوونکو کمبود هم له نورو ستونزو دي.
قاسم زیاته کړه چې د دغه روغتون د سوځېدنې څانګه کې یوازې دوه متخصص ډاکټران، پنځه ټریني ډاکټران او شاوخوا ۲۰ نرسان خدمات وړاندې کوي. همدې ته په کتو د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د تخصص بشپړولو پروګرام پیل شوی دی.
هغه د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د سوځېدلږ ناروغانو درملنې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او ویې ویل چې دا ناروغان ځانګړې پاملرنې، مناسبې تغذیې او څو پړاوي درملنې ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې ډېری کورنۍ د درملنې د لګښتونو وس نه لري او په دې برخه کې زیات ملاتړ کولای شي د ناروغانو او د هغوی د کورنیو ستونزې کمې کړي.
ډاکټر قاسم وویل چې دا بریا تر ټولو لومړی خپلو همکارانو ته ډالۍ کوي؛ هغو کسانو ته چې د هغه په وینا، د امکاناتو له کموالي سره سره شپه او ورځ د ناروغانو درملنې لپاره هڅه کوي او ډېر خدمات وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه: «زموږ هیله دا ده چې یوه ورځ خلک په خپلو ډاکټرانو بشپړ باور ولري او په هېواد کې د خلکو او روغتیايي کارکوونکو ترمنځ صمیمي او د باور پر بنسټ اړیکه پیاوړې شي.»
له نړۍوال سرټیفیکېټ له اخیستو وروسته د ډاکټر قاسم ترخه او خوږه خاطره
ډاکټر قاسم په دې مرکه کې د دغه پروګرام له جریانه د خپلې اغېزناکې خاطرې په اړه وویل: «وروسته له دې چې مې خپل پریزنټېشن وړاندې کړ او سرتیفیکېټ او ګل مې ترلاسه کړل، د دې لپاره مې یوه کونج ته کتل چې مور ته زنګ ووهم او خبره یې کړم چې دا جایزه مې اخیستې ده؛ خو ناڅاپه مې یاد شول چې مور مې ۱۳ کاله مخکې وفات شوې او تر هغه وخته مې دا موضوع هېره کړې وه.