کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د هرات والي په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم له مشر سره په لیدنه کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د فعالیتونو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د هرات ولایت د مقام له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي شیخ اسلامجار تېره ورځ په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم له مشر مصطفی رضایي سره وکتل.
د هرات والي ویلي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ کرښه د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو ده او زیاته کړې یې ده چې د رباط پریان تمځای به هم په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
هغه د ایران د کنسرسیوم له رییسه غوښتي چې د دې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه نوره هم لوړه کړي او ټینګار یې کړی چې د هرات سیمهییزه اداره د دې مهمې ترانزیټي کرښې د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
بل لور ته، په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مشر مصطفی رضایي د هرات د سیمهییزې ادارې له همکاریو مننه کړې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به له دې لارې د انتقالاتو ظرفیت په میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته لوړ کړي.
نوموړي همدارنګه ډاډ څرګند کړی چې د همدې پټلۍ له لارې به د افغانستان د تولیداتو او سوداګریزو توکو د لېږد او صادراتو بهیر نورو هېوادونو ته په لا چټکۍ سره ترسره شي.