کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۷۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۸۱۰ یې له تورخم او ۶۵ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په یادو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل وو چې د بېلابېلو لاملونو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیا وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.
کاکړ – حسرت
#افغان_کډوال #راستنېدونکي_کډوال #پاکستان #افغانستان
#AfghanRefugees #Returnees #Pakistan #Afghanistan