غزنيښار (پژواک ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یو کس له ۲۷۲ کیلوګرامه تریاکو سره نیول شوی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس تېره ورځ د غزني ښار د علي لالا څلورلارې په تلاشۍ کې نیول شوی دی.
سرچینه وايي، یاده اندازه تریاک په یوه هایلکس موټر کې چې له کابل څخه هلمند ته روان و، کشف او ترلاسه شوي دي.
امنیې قومانداني لیکلي چې یاد کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په غزني ښار کې په ځلونو قاچاق کېدونکي نشهيي توکي نیول شوي دي. جمعهزاده