ژبه

کونړ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

Khwaja Nasir Sideqi

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۰

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د کونړ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د اسمار ولسوالۍ اړوند په شابل سیمه کې د یوه سراچه او یوه انټرنېشنل موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، د پېښې له کېدو سره سم د اسمار ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپیان یې د درملنې په موخه د يادې ولسوالۍ کلینیک ته انتقال کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.