امنیتي سرچینې وایي، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند کرښې له هغې غاړې د یو شمېر وسلهوالو د رااوښتو هڅه شنډه شوې او په عملیاتو کې لسګونه وسلهوال وژل شوي، ټپیان شوي او یا ژوندي نیول شوي دي.
سرچینې کامدیش ته د دغو کسانو رااوښتل د پاکستاني ملېشو، داعش او نورو وسلهوالو مشترکه دسیسه یاده کړې او ویلي یې دي چې دغو کسانو غوښتل د نورستان کامدېش ولسوالۍ په استقامت له ډیورند کرښې را واوړې او دلته نا امني جوړه کړي.
د معلوماتو له مخې، د دغو وسلهوالو پر ضد ځانګړي عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې لسګونه وسلهوال وژل شوي، ټپیان شوي او یا ژوندي نیول شوي دي.
سرچینې وایي، د یادو وسلهوالو پاتې کسان بېرته د ډیورند کرښې هغې غاړې ته اوښتي او د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته تللي دي.