ژبه

د مکسیکو خلیج توپان او منځني ختیځ کې کړکېچ؛ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

Khwaja Nasir Sideqi

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۶

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): په نړیوالو بازارونو کې د مکسیکو خلیج د توپان له امله د عرضې د احتمالي ګډوډۍ او په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په تړاو د اندېښنو له کبله د تېلو بیې لوړې شوې دي؛ د برنت خامو تېلو بیه په هر بیرل کې له ۱۰۱ ډالرو او د امریکا د خامو تېلو بیه له ۹۰ ډالرو اوښتې ده.

رویټرز راپور ورکړی چې نن چهارشنبه، د برنت خامو تېلو بیه ۹۳ سنټه یا ۰.۹۲ سلنه لوړه شوې او په هر بیرل کې ۱۰۱ ډالرو او ۵۱ سنټو ته رسېدلې ده.

دغه راز، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تېلو بیه ۸۲ سنټه یا ۰.۹۲ سلنه لوړه شوې او هر بیرل یې په ۹۰ ډالرو او ۲۵ سنټو معامله شوی دی.

د راپور له مخې، د امریکا د هواپېژندنې ادارو ویلي، د مکسیکو په خلیج کې د رامنځته کېدو په حال کې توپان ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د روان کال د اتلانټیک سمندر پر لومړي سخت توپان بدل شي او د تېلو او ګازو پر تولیدي تاسیساتو اغېز وکړي.

د مکسیکو خلیج هغه سیمې چې د دغه توپان په مسیر کې پرتې دي، د امریکا شاوخوا ۱۵ سلنه خام تېل او پنځه سلنه طبیعي ګاز تولیدوي. دغه توپان کولای شي د تېلو د شپږو تصفیه‌خونو فعالیت هم اغېزمن کړي.

سرچینه زیاتوي چې د مکسیکو خلیج په څنډو کې د پرتو ایالتونو د تېلو تصفیه‌خونې د امریکا د تېلو د تصفیې نږدې نیمايي وړتیا لري او په دغه هېواد کې د تېلو د تصفیې ټولیز ظرفیت په ورځ کې شاوخوا ۱۸.۲ میلیون بیرله دی.

بلخوا، د بازار سرچینو د امریکا د پټرولیم انسټیټیوټ په حواله ویلي چې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د خامو تېلو او پټرولو زېرمې کمې شوې دي.  راپورونه ښيي چې د اکتوبر په دویمه پای ته رسېدلې اوونۍ کې د امریکا د خامو تېلو زېرمې ۲.۰۹ میلیون بیرله کمې شوې دي.

په ورته وخت کې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو هم د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د سعودي عربستان د هوايي چلند ادارې ویلي چې د دوشنبې په ماښام د جازان او نجران هوايي ډګرونه په دوو بریدونو کې په نښه شوي؛ دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر ویلي، د دغه هېواد د ختیځ-لوېدیځ نل‌لیکې له لارې د تېلو لېږد په ورځ کې ۵.۸ میلیون بیرلو ته رسېدلی دی. د «ویټول» شرکت مشر هم ویلي چې په تېرو اوو تر لسو ورځو کې هره ورځ شاوخوا ۱۲ میلیون بیرله خام تېل او دوه میلیون بیرله نفتي محصولات له منځني ختیځه د بېړیو له لارې لېږدول شوي دي.

رویټرز د بازار د کارپوهانو په حواله لیکلي چې د بریدونو دوام او د تېلو د تصفیه‌خونو په فعالیت کې احتمالي ګډوډي کولای شي د تېلو بیې په لوړه کچه وساتي او که کړکېچ کم نه شي، ښايي بیې د ۱۰۰ ډالرو په شاوخوا کې پاتې شي.