ژبه

کندهار کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

Khwaja Nasir Sideqi

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۹

Views: ۱

کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۵۸۰ بس او ټېلر موټرو ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن پنجشنبه سهار شاوخوا څلورنیمې بجې د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د پېښې د څرنګوالي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې نن په پکتیا کې هم د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یادونې ده، پر لویو لارو ترافیکي پېښې ډېری وخت د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ، د ترافیکي اصولو نه مراعتولو او له حده د زیات سرعت له امله رامنځته کېږي.