ژبه

د لوګر په مرکز پل‌علم کې د خلکو په مالي لګښت د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

خان ولي احمدزی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۳۳

۰ کتنې

پل‌علم (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۵): د لوګر د مرکز پل‌علم ښار اړوند د هوني سیدانو لېسې د بیارغونې چارې د سیمې د اوسېدونکو په ۲۱ میلیونه افغانیو شخصي لګښت پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک ته وویل، په دې پروژه کې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړول او د ښوونځي د یو شمېر ویجاړو شوو برخو بیارغول شامل دي.

د نوموړي په خبره، دغه درسي ټولګي به د ښوونځي د شورا او د سیمې د علم‌پالو اوسېدونکو په مالي ملاتړ، د یوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یاد ښوونځي د درسي خونو د کمښت ستونزه هواره او زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو غوره اسانتیاوې برابرې شي.

د هوني سیدانو لېسه په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې تاسیس شوې او د لوګر له پخوانیو ښوونځیو دی، چې اوس‌مهال شاوخوا ۹۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړې پکې کوي.