د کندوز د انتاني روغتون مسوولین وايي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه روغتون کې څه باندې ۹۰۰ ناروغان بستر شوي چې له ډلې یې ۱۲ کسان مړه شوي دي.
د کرکټ په نړۍوال شلاوریز جام کې د بنګلهدېش پر وړاندې د افغانستان له بریا او نیمهپایلوبې ته له وتلو وروسته په کور دننه او بهر کې یو شمېر سیاسیونو او لوبغاړو د دې بریا له امله مبارکي ویلې او نظرونه یې څرګند کړي دي.
باوري سرچینې وایي، د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني او د امریکا متحده ایالتونو ته له سفر وروسته نن مازدیګر بېرته کابل ته راستون شو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې ملي یووالی او قومي تنوع ته درناوی د هېواد د پرمختګ لاملونه بللي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږيکوونکې ادارې (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال لومړیو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۱۰،۹ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.
ذبیحالله مجاهد وايي، د اسلاميامارت استازي به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.
په کابل کې د چین سفیر د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په دهنده سیمه کې د راکټ یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیریت خبر ورکوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان او درېیو نورو کسانو یې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.
د څارویو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د څارویو بیې د تېر کال د همدې ورځو په پرتله په منځنۍ کچه په کابل کې نږدې ۱۶ سلنه او کندهار کې څه باندې پنځه سلنه لوړې شوې دي.