په افغانستان کې د بریتانیا حکومت پر مرستو د څار کمېشنر هوګ بیلي ویلي چې هېواد یې باید له افغان مېرمنو د ملاتړ او پر مرستو د څارنې په موخه په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
عدلیې وزارت د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې د قانون تنفیذېدو خبر ورکړی چې له مخې یې، لاسي پلورونکي نه شي کولی چې د حوالې کار ترسره کړي او نه باید د صرافي له ټاکلې اندازې ډېر پولي خدماتو او کار وکړي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالي کې د دوه کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د عدليي رياست له لوري په جلالاباد ښار کې هغه ۱۵ موټرسايکل پلورنځي تړل شوي چې د فعاليت قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۳ رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د روږدو درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپ جوړ شوی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو برخو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، سېلابونو او په سیندونو کې د اوبو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او وایي، د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د ټولګټو وزارت وايي، دوو میاشتو کې د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰۹ زره او ۱۵۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
په غزني کې د افغانستان ملي ګنجنې تر نامه لاندې د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.