د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی.
د اسلامي امارت د رياستالوزرا سیاسي مرستیال لوګر کې یوې غونډې ته وویل، د پخوا په نسبت اوس د اسلامي امارت اړیکې له نړۍ سره عادي او پراخې شوې دي.
د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سیمې اوسېدونکو په شخصي لګښت د کرکټ د یوه لوبغالي جوړېدو چاري پیل شوې.
سیګار یا د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې د امریکا کانګرس ته د خپل درې میاشتنې راپور په وړاندې کولو سره ویلي، متحده ایالاتو له افغانستانه له وتلو وروسته، له دغه هېواد سره ۱۱ اعشاریه ۲۱ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
پلخمري کې د شمالختیځ زون د څلورو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې په کابل ښار کې د تُرشي جوړولو له کارخونو د څارنې پایله کې څرګنده شوه چې ځینو ترشيبابو کې له صنعتي سرکې استفاده کېږي او دغه سرکه د معدې سرطان رامنځته کېدو لامل ګرځي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې زرګونه لېتره شراب او لسګونه کیلوګرامه نور نشهیي توکي راټول کړي او سوځولي دي.
په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي چې د دغه سفارت سرپرست ډاکټر محمدنعیم وردګ د قطر بنسټ په رسمي بلنه «ښوونه او روزنه کې د ښځو نوښتونو» پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی.
کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنې ټېسټ لوبه سبا پیلېږي.
فاریاب کې ځایي سرچینې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ له ځانوژنې او دغه راز په دولتاباد ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتې په پایله کې د څلورو کسانو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د رييسالوزرا سياسي مرستيال وايي چې ځيني هېوادونه د اسلامي امارت رسميت پېژندنه په ښکاره ډول نه شي اعلانولی خو په عمل کې له اسلامي امارت سره د رسميت تر بریده تعامل لري.
د کابل او یو شمېر ولایتونو ځینې اوسېدونکي وایي چې هېواد کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټ بيې لوړې او کیفیت یې ټيټ دی.