Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې زرګونه لېتره شراب له منځه وړل شوي

مزارشریف (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې زرګونه لېتره شراب او لسګونه کیلو‌ګرامه نور نشه‌یي توکي راټول کړي او سوځولي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي چې د سرپرست حکومت له واکمنیدو راروسته په ۲۰۹ قضایاوو کې راټول شوي زرګونه لېتره شراب او یو شمېر نور نشه‌یي توکي نن له منځه یووړل شول.

هغه زیاتوي چې په یادو توکو کې ۱۱۴۷۷ لېتره داخلي او خارجي شراب، ۲۵ اعشاریه ۷۶۲ کیلوګرامه شیشه، ۴ اعشاریه ۷۷۵ کیلوګرامه ټابلیټ کا او درې‌نیم کیلوګرامه هیرویین شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.