په تخار ولایت کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي خو وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي او خلک وطني تولیدات وکاروي، نو کولای شي چې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د زابل عامي روغتیا ریاست په چوکاټ کې نن د دغه ولایت په مرکز کې د روږدو درملني ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
په پاکستان کې مېشت ځیني افغان خبریالان د دغه هېواد د پولیسو له خوا ترې د پیسو له اخیستلو شکایت کوي او وايي، تېره ورځ کله چې د اسلاماباد ښار په یوه سیمه کې د سیاحت لپاره راټول شوي وو نو پولیسو ورڅخه پیسې اخیستې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر له مرستیالې سره د روغتیا په برخه کې پر دوهاړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د ویلچرباسکټبال فدراسیون تایلنډ ته په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې په ګډه د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو غوښتنه کړې او ویلي چې یو سولهییز او باثباته افغانستان د نړۍوالې سولې او ټیکاو کلي ده.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله د موږکانو دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی- چې د کویټ هېواد وګړی دی- د تړون لاسلیکولو په موخه کابل ته رسېدلی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت له ترکیې څخه د پلازمېنې کابل د تدریسي روغتونونو په ګډون، د هېواد د نورو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو څانګو کې د شته ستونزو هواري لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښکېلتیا او خبرې اترې ډېرې کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د کمو پېښو ثبتېدا خبر ورکړی او ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې یوازې دوه ماشومان پر پولیو اخته شوي دي.
د سترې محکمې اداري مرستیال وایي، محکمو په ټول هېواد کې د قصاص ۱۷۵، د دیت ۷۹، په ۳۷ کسانو د رجم یا «سنګسار» او پر څلورو «بدکارانو» د دېوال غورځولو پرېکړې صادر کړې دي.