د کابل امنیتي مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو یو سوداګر د انسانتښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، دوی په دغه هېواد کې د مرستو لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي او راتلونکې میاشت له ۱۳ میلیون اړو وګړو یوازې څلورو میلیونو ته مرستې رسولی شي.
تېر کال په بامیان کې د کچالو حاصلات ۲۸۰ زره مټریک ټنه وو چې د وړم کال په پرتله ۲۴ سلنه کموالی ښیي.
د لوګر د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان/ FAO په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې ۱۵ زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي او ۱۱۷۰ جریب ځمکه- چې د یادې ادارې اړوند ده- له غصبه راګرځولې ده.
زلمي خلیلزاد، په بلخ کې د داعش د درېیو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې وایي، اسلامي امارت د دوحې په هوکړه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې ژمنه کړې او د دغې ډلې د مشرانو له منځه وړل د دې ژمنې عملي کول په ګوته کوي.
په اروزګان کې یو شمېر معلولین وايي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یې نومونه له هغو لیستونو ایستل شوي چې له مخې یې، د دوی د معلولیت کچې ته په کتو میاشتني حقوق ورکول کېدل.
د کندهار ښاروالۍ له لوري نن د وري په ۷مه هغه شل مړي خاورو ته وسپارل شول چې کورنۍ او خپلوان یې معلوم نه وو.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال یې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرکېلې ډېرولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د سرپل مسوولین وایي، د دغه ولایت په نوې تشکیل شوې ولسوالۍ «الجهاد» کې د سېلابونو راوتلو له امله یو ماشوم مړ شوی دی.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند په «التمور» سیمه کې د هاوان د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد د افغانستان په ګډون د مخ پر ودې هېوادونو وګړو ته د ظرفیتجوړونې لنډمهاله انلاین پروګرامونه وړاندې کوي.