ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی

سرپل کې د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی

author avatar
25 Mar 2023 - 13:27
سرپل کې د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی
author avatar
25 Mar 2023 - 13:27

سرپل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د سرپل مسوولین وایي، د دغه ولایت په نوې تشکیل شوې ولسوالۍ «الجهاد» کې د سېلابونو راوتلو له امله یو ماشوم مړ شوی دی.

د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې رییس سید صفت‌الله سرپلي پژواک اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د الجهاد ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د سالم په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم تېره شپه د خځلو راټولولو پر مهال په سېلاب کې ډوب او مړ شو.

نوموړي وویل، په تېرو دوو ورځو کې د یاد ولایت په ځينو سیمو کې سېلابونه راوتلي، خو تر اوسه له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه دقیق معلومات نه لري.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.