پل علم (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند په «التمور» سیمه کې د هاوان د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د اردو د څلورمې پلې لوا ویاند مولوي محمد عمران پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ مازیګر ناوخته د پل علم په التمور سیمه کې څلورو ماشومانو خپلو کورونو ته بوټي وړل چې په لار کې یې یوه د هاوان سرګلوله پیدا کړې وه.
هغه زیاته کړه، ماشومانو په سرګلولې لوبې کولې چې چاودنې یې کړې او په پایله کې یې ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، د پېښې ټپيان د امنیتي کسانو له خوا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي حالت یې ډاډمن ښودل شوی دی.
د پل علم د التمور سیمې یوه اوسېدونکي رسول خان هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د کلي څو ماشومان خپلو کورونو ته د بوټو راټولولو پسې تللي وو چې په دښته کې چاودنه پرې شوې ده، دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، د وژل شوو او ټپي ماشومانو عمرونه له ۱۰ تر ۱۵ کلونو دي.
د یادونې ده، د روان کال د سلواغې میاشتې په ۸مه هم د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په «سرخاب» سیمه کې هم پر ماشومانو یوه سرګلونه چاودلې وه چې له امله یې دوه ماشومان ټپيان شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن