د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند احمد شاه زغم د ۶۶ کلونو په عمر نن (یکشنبه) د ژوند پور پرې کړ.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یې ۱۶ کسانو د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
چارواکي وایي، په تېرو څو ورځو کې د کندهار په ارغستان او تخته پل ولسوالیو کې پر ۱۲۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يې یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
په فراه، غزني او ميدان وردګو کې له څه باندې پنځو زرو کورنيو سره د خوراکي توکو او ژمنيو جامو مرسته وشوه.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل د پنځمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې د کتاب ویلو نندارتون جوړ شو چې درې ورځې به دوام لري.
د امریکا د ځمکپېژندنې اداره وایي، نن شاوخوا ۱۱:۵۱ دقیقې د افغانستان په شمال ختیځ کې د ريښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزله شوې ده.
د پکتيا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی او پنځه کسان نور د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ځینو خلکو فکر کاوه چې نور نو سینما په هېواد کې کوم ځای نه لري، خو د اټکل خلاف په دغه موده کې نهه فلمونه تولید شوي او په اریانا سینما کې یو فیسټیوال هم ترسره شوی؛ سینماګران بیا دغه شمېر کافي نه بولي.
مرګژوبله
چارواکي وایي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په منارې سیمه کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
په لوګر ولایت کې له ۶۵۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او په فراه کې له ۳۴۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP