د غزني مرکز د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د غلې دانې مارکېټ ته څېرمه، په دوبۍ هوټل کې د ډبرو سکرو بخارۍ ګاز له امله د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي، د حکومت په رسمیت نه پېژندنه، د چارواکو پر سفرونو او بانکي سیسټم بندیزونو افغانان له ستونزو سره مخ کړي او نړۍواله ټولنه باید د دغو ستونزو په اړه مثبت ګامونه واخلي.
لوګر امنيتي مسوولين وايي، د مرکز پل علم او د «تېرې کوتل» سیمو کې د دوه ترافيکي پېښو له امله ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
وروسته له هغه چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره خپلې پلان شوې درې لوبې لغوه کړې، د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وايي چې متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته د کرکټ نړۍوالې شورا مشرتابه ډاډ ورکړی چې له افغان کرکټ سره په هره برخه کې ولاړ دي.
په میدان وردګو کې د ورزش آمریت له خوا د حکومتي ادارو ترمنځ دوه اونۍ وړاندې پیل شوې د والیبال سیالۍ د دغه ولایت د ورزش آمریت لوبډلې په بري سره پای ته ورسېدې.
د ارزوګان امنيتي مسوولین وايي چې په خاص اروزګان کې ولسوالۍ کې يوه پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی دی.
له یوې میاشتې ځنډ وروسته مرکزي بانک نن کابل ته د ۴۰ میلیون ډالر مرستې رسېدو خبر ورکړی او ویلي، له هر هغه اصولي حرکت څخه چې هېواد ته د اسعارو راتګ او له اړو خلکو سره د مرستې لامل شي، قدرداني کوي.
د فاریاب سیمهییز مسوولین وايي، د شدیدې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې د ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.
په غزني ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولینو نن د شهیدانو او معلولینو د حقوقو ورکړې او شفافیت په برخه کې د بایومټریک بهیر پیل کړ.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د سالنګ لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د افغانستان برېښنا شرکت او د تاجیکستان د برېښنا ملي شرکت ترمنځ د ۲۰۲۳ کال لپاره د «تورید تړون» رسماً تمدید او لاسلیک شو.
په کابل ښار کې د اتاترک ماشومانو ملي روغتون ځينې څانګې چې د روغتیا نړۍوال سازمان او اغاخان شبکې د ۳۵ میلیون افغانیو په مالي لګښت تجهیز او رغول شوې دي، نن پرانیستل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP