په کابل کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د مرستو زياتولو ترڅنګ وايي، په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ته د لار هوارولو لپاره له نړۍوالې ټولنې سره بحثونه کوي.
۱۲ کلن هراتی ماشوم الیاس په داسې حال کې چې د دغه ولایت د استقلال لېسې د دېوال ترڅنګ او سینما چوک پر پلېلارې د کثافاتو پر راټولولو بوخت دی وايي، پلار یې ناروغ او خپله اړ دی چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
د هواپېژندنې ادارې د هېواد په لسو ولایتونو کې د سخت ورښت او واورې اورېدو خبر ورکړی دی.
د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په اورګون ولسوالۍ کې يوه څلور کلنه ماشومه د چړو په ګوزارونو وژل شوې ده.
د لوړو زده کړو وزير د دې ترڅنګ چې بهر ته له تللو استادانو غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته د خدمت کولو لپاره راستانه شي، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د یوه واحد نصاب د جوړېدو خبر ورکړ.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو لپاره د یوه منځني ښوونځي ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه.
د يوناما مسوولین وايي، له رسنیو سره د اقتصادي همکاریو پر داسې پلان کار کوي ترڅو هغوی خپل فعالیت دوامداره وساتي.
ماليه وزارت وايي، د پيازو او تازه روميانو د بیو کمېدو په منظور د همدې توکو ګمرکي وارداتي تعرفه له شل سلنې څخه پنځه سلنې ته راټيټه شوه او دغه پرېکړه سر له نن څخه په ټولو ګمرکونو کې پلې کېږي.
د ننګرهار مسوولین وايي، په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل.
د تېر نظام له پرځېدو وروسته په لومړي ځل پخوانی ولسمشر حامد کرزی له هېواده بهر په سفر لاړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې وايي، رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي، له رسنيو وغوښتل د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.
اقتصادي کمېسیون د دې ترڅنګ چې پرېکړه کړې د ډبرو سکرو پر طرحې او قراردادونو دې له سره کتنه وشي، يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کابل ښار شهزاده سرای سره نږدې د سوداګريز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP