د غزني اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د مرغانو ښکار بې درېغه ډېر شوی، حکومت ته په کار ده چې مخنیوی یې وکړي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزير پردې سربېره چې وايي، تېر مهال تعليمي بنسټونه د فکري جګړې او کرکو زېږولو لپاره کارول کېدل، ټينګار کوی چې اوس به د ديني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم پاملرنه کېږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د روان زېږدیز کال له نومبر میاشتې راهیسې د دغه هېواد په پنځو ولایتونو کې له ۱۰۰ ډېر سړي او ښځې په دُرو وهلي دي.
د خبریالانو مرکز وايي، د تخارستان راډیو سرپرست ذبیحالله نوري د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او شکنجه شوی دی، خو سرپرست حکومت د شکنجه کولو ادعا په ردولو سره وايي چې نوري په خپل کور کې د وسلې درلودو له امله نیول شوی و.
برېښنا شرکت په کابل ښار کې د یو شمېر ټرانسفرمرونو د ترمیم خبر ورکړی دی.
د لغمان په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې ۱۳۷ بېځایه شوو او په کونړ کې ۸۰ زلزلهځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو چارې پيل شوې دي.
د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې د صدام او عبدالقادر کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ١٢ کلنه دښمني پاى ته ورسېده.
د جوزجان مرستیال والي د خپل پلار قاتل چې د قصاص حکم پرې جاري کېده، بښلی دی او په دې توګه یې د دوو قومونو ترمنځ ۳۰ کلنه شخړه او دښمني یې پای ته ورسوله.
د هند کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو په ګډون د هغو کورنيو او بهرنيو لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې لس ورځې وروسته به پرې بولي ترسره شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وايي، افغانستان ته د نړیوالو پام په کمېدو او دريځونه په سختېدو دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان د دې ترڅنګ چې وايي، ښځې په افغانستان کې د بېځایه شوو وګړو ډېری برخه جوړوي، زياتوي چې په دغه هېواد کې شپږ ميليونه خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د سویډن کمېتې له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې او د ۶۷۵ متره استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP