ژبه

تخار کې یو خبریال تر دوو ورځو بند وروسته خوشی شوی دی

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د خبریالانو مرکز وايي، د تخارستان راډیو سرپرست ذبیح‌الله نوري د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او شکنجه شوی دی، خو سرپرست حکومت د شکنجه کولو ادعا په ردولو سره وايي چې نوري په خپل کور کې د وسلې درلودو له امله نیول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره ورځ په تخار ولایت کې د ځینو سرچینو له خولې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د تخارستان راډیو سرپرست ذبیح‌الله نوري تېره جمعه (د لېندۍ ۱۸مه) د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې د استخبارتو ادارې له لوري «نیول شوی» او «شکنجه» شوی دی.

سرچینه لیکي چې ذبیح‌الله نوري ویلي، د استخباراتو ځواکونو له خوا شکنجه شوی، دی او ورور یې له دوو شپو وروسته د ځايي قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې ذبیح‌الله نوري له هېواده په وتلو بریالی شوی او دا مهال په یو ګاونډي هېواد کې دی.»

سرچینې لیکلي: «اسلامي امارت باید د ټولیزو رسنیو له قانون سره سم چې هغه یې تایید کړی او د تطبیق وړ یې بللی، له هر ډول کړنې چې د خبریالانو د حقونو تر پښو لاندې کول شمېرل کېږي، ډډه وکړي او د خبریالانو ملاتړ وکړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک اژانس ته وویل: «دغه ادعا ناسمه ده؛ د ذبیح‌الله نوري په نوم دغه شخص چې نیول شوی، د وسلې په تور نیول شوی، کور یې تلاشي شوی، له هغه وسله وه ایستل شوه؛ راکټ ویشتونکې وسله.»

هغه وايي: «کله چې د هغه کور تلاشي شو، دوه سپین‌ږیري، د دوی د جومات ملا امام له امنیتي ځواکونو سره لاړل او کور یې تلاشي کړ. بیا پخپله ذبیح‌الله نوري صاحب هم دوې ورځې په استخباراتو کې و، د نورو پلټنو لپاره چې وسله یې له کومه کړې وه او د کومې موخې لپاره یې هغه انتقال کړې وه، وروسته خوشی شو.»‌

مجاهد زیاتوي، د هغه قضیه اصلاْ له خبریالۍ سره اړیکه نه درلوده او داسې نه ده چې یو څوک خبریال شو، نو چې هر کار وکړي او هغه ته څوک څه ونه وايي؛ هغه ادعا چې ګواکې د خبریالۍ موضوع له امله نیول شوی وي، ناسمه ده، له واقعیت لرې ده او "موږ یې ردوو"، موضوع وسله او د وسلې ساتل وو.

بلال کریمي د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي چې په تخار کې د خبریال شکنجه کول حقیقت نه لري.

هغه هم وايي: «واقعیت دا دی، د ذبیح‌الله په نوم خبریال چې په غیرقانوني ډول یې وسلې او نظامي تجهیزات په خپل کور کې ساتلي وو، د دوو ورځو لپاره د امنیتي ځواکونو له لوري بېول شوی و، د هغه نیول رسنیز فعالیتونو پورې تړاو نه لري.»

ورته موضوع