پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره ولیدل.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، بره کي برک، محمداغې، خوښۍ، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د ۲۷۵ ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو پر ۱۶ زره کوونکو درسي توکي ووېشل شول.
په کابل ښار کې د یو شمېر ښوونیزو کورسونو مسوولین وايي، د مسوولینو د امر پر اساس یې په دغو مرکزونو کې د نجونو زدهکړې بهیر په موقت ډول ځنډولی او دا موضوع به تر شنبې ورځې روښانه شي.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد مرکز کې د یرغمل نيوونکو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي چې په کې ټول بریدګر او دوه پوځيان وژل شوي دي.
د ميدان وردګو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له ۸۶ جنګځپلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې په زیاته انداره زعفران کرل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د قوشتېپې کانال د شاوخوا ځمکو وېش په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي، نړۍوال او د سیمې هېوادونه دې په هېواد کې د پراختیایي پروژو مخنیوی نه کوي څو خلکو ته د کار زمينه برابره او کډوالۍ ته اړ نه شي.
چارواکي وایي، د کندهار د یوولسمې حوزې اړوند په عینو مېنه کې یوه ځوان نن سهار په خپل کور کې ځان ویشتلی او وژلی دی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د جلد سپینولو ډول ډول کریمونو اعلانونه په داسې حال کې زیات شوي چې د ځینو جلدي ډاکټرانو په خبره، د دغه ډول کریمونو دوامدار کارول جلد ته زیان رسوي او د داغونو پيدا کېدو، حساسیت او نازک کېدو لامل یې ګرځي.
په زابل کې له ۷۹۷ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو جامو او هلمند کې له څه باندې زرو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP