د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د اسلامي امارت له خوا په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بنديز تر پرېکړې وروسته، د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه چارې یا درېدلې او یا یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.
د نورستان مسوولین وايي، په دغه ولایت کې يوې موسسې د ځنګل ساتنې او بیا احیاء په برخه کې خپله درې کلن پروګرام پیل کړ.
لوګر کې پر زرو سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول او سمنګان کې له ۸ زره ۸۰۲ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د تهران د شريف پوهنتون یو علمي غړی وايي، دغه پوهنتون څه باندې پنځه زره ساعته درسي ويډيوګاڼې لري چې د افغانستان محصلين ترې وړيا استفاده کولی شي.
د زابل مرکز کلات او ولسوالیو پر امنیتي کسانو د یونیفورم وېش پيل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روسیې له لوري افغانستان او سوېلي اسیا ته د ګازو صادرولو له پرېکړې هرکلی کړی او دا پرېکړه یې د سیمې او هېوادونو په ګټه بللې ده.
د تخار خواجهغار ولسوالۍ اړوند د «هزارباغ» سیمې ځیني اوسېدونکي په یوه اعتراضي غونډه کې ادعا کړې چې یو قومي مشر هڅه کوي د دوی زرګونه جریب ځمکه غصب کړي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په چهارقلعه سيمه کې چاودېدونکي توکي چاودلي دي، خو مرګژوبله نه لري.
د بغلان خبریالانو او د سيمهييزو رسنيو مسوولینو له حکومته د رسنيو د اقتصادي ستونزو د هواري ترڅنګ اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي غوښتنه وکړه.
د اقتصاد وزارت کورنيو او بهرنيو انجوګانو ته امر کړی چې تر دويم امر پورې دې د ټولو هغو ښځينه کارمندانو دندې چې له دوی سره کار کوي، وځنډوي.
د نورستان د مرکز پارون او واما ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرې یوې اوونې راهیسې د افغان بېسیم شبکې خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ دي چې د دوی د ورځني ژوند چارې یې ستونزمنې کړې دي.
په پکتيا کې پر ٦٠٠ بڼوالو کيمياوي سره ووېشل شوه او فراه کې له ۹۳۷ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP