ژبه

زابل کې پر امنیتي کسانو د یونیفورم وېش پیل شو

کلات (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د زابل مرکز کلات او ولسوالیو پر امنیتي کسانو د یونیفورم وېش پيل شو.

په دې اړه په مرکز کلات کې په امنیه قوماندانۍ کې جوړو شوو مراسمو ته د دغه ولایت امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي وویل، د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې په مرکز کلات او ولسوالیو کې ټولو پولیسو ته د نوي یونیفورم د وېش لړۍ پیل کړه.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته امنیتي کسان مکلف دي چې د دندې پر مهال یونیفورم واغوندي.

دی وايي: «اسلامي پولیس، د پولیسو ځانګړي ځواکونه، سرحدي پولیس، ټرافیک پولیس او د اطفايې پولیس به خپل ځانګړی یونیفورم ولري.»

ده له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د تالاشیو پر مهال له خلکو سره نېک چلند وکړي.

د زابل والي مولوي قدرت الله ابوحمزه وویل، خلک له دوی هیلې لري څو چارې منظمې وي او دوی ته ښه خدمات وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، نوی یونیفورم به د امنیت په ټینګښت کې رول ولري او د جرایمو کچه به تر ډېره ټیټه شي.

دا مهال د زابل په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۲۴۰۰ پولیس د امنیت ساتلو په دندو بوخت دي چې د چارواکو په وینا تر راتلونکو څو ورځو به ټول په یونیفورم سمبال شي.

ورته موضوع