ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې سږ کال ۲۵ ټنه زعفران تولید شوي

هرات کې سږ کال ۲۵ ټنه زعفران تولید شوي

author avatar
19 Dec 2022 - 18:12
هرات کې سږ کال ۲۵ ټنه زعفران تولید شوي
author avatar
19 Dec 2022 - 18:12

هرات (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې په زیاته انداره زعفران کرل شوي دي.

د دوی په خبره، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زعفرانو د کښت ساحې ​۷ زره هکتاره ځمکې ته رسېږي.

د هرات ولايت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رييس بشيراحمد احمدي پژواک اژانس ته د دغه مطلب د بیانولو ترڅنګ وویل، سږ کال په دغه ولايت کې د زعفرانو د حاصلاتو او تولید کچه ٢٥ ټنو ته رسېدلې او افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو د کيفيت له پلوه لومړى او د تولید په برخه کې یې درېیم هېواد ګڼل کېږي.

هغه وايي، اوسمهال په هرات کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې ٨٠ شرکتونه کار کوي او په هرات ولايت کې یوازې د زعفرانو د حلاصلاتو راټولولو له پیل راهيسې ٢٠ زره کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، دا مهال د دغه ولايت په بازارونو کې يو کيلوګرام زعفران له ٧٠ تر ٨٠ زره افغانۍ پلورل کېږي چې د زعفرانو ښه کيفيت د دې لامل شوی څو د هند، عربي او امريکا په څېر ډېر هېوادونه د هرات زعفرانو پېرلو ته لېوالتیا پیدا کړي.

په همدې حال کې، د زعفرانو د پروسس یوه شرکت مسوول محمد رحيمي له پژواک سره په خبرو کې وويل، سږ کال یې د زعفرانو تولیدات ښه وو؛ خو د نرخ په برخه کې زعفران پلورونکي له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه په هېواد په ځانګړې توګه هرات ولایت کې د زعفرانو بیه ثابته نه ده.

د زعفرانو دغه کاروباري زیاتوي، د هېواد زعفران د یو شمېر سوداګرو له لوري ایران ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ایراني زعفرانو په نوم اروپايي هېوادونو ته صادرېږي چې دا کار د دې لامل شوی څو د افغانستان زعفران په مستقیم ډول په ټیټه بیه پلورل شي.

په ورته مهال، د هرات ولايت اوسېدونکی او د زعفرانو کروندګر جمعه‌ګل چې پر ٥٠ جريبه ځمکه يې زعفران کرلي، وايي، خوښ دى چې د زعفرانو پر کرلو بوخت دى او سږ کال يې حاصلات ښه دي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې په دغه ولايت کې زعفران باثباته بازار نه لري، زياته کړه چې مخکې د دغه ولايت په بازارونو کې يو کيلوګرام زعفران تر ۱۰۰ زره افغانيو پلورل کېدل؛ خو اوس د يو کيلوګرام زعفرانو بيه ٧٠ زره افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د زعفرانو بل کاروباري عبدالرحيم وايي، په روان کال کې که څه هم سخته وچکالي او د اوبو کمښت وو، خو د زعفرانو کرلو ته يې دوام ورکړی او له نېکه‌مرغه سږ کال يې حاصلات د قناعت وړ دي.

په هرات کې د زعفرانو د تولید او بسته‌بندۍ د یوه لوی مرکز مسوول قاسم الکوزی وايي، دوی له کرنې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو تمه لري چې د تېر په څېر په هېواد کې د زعفرانو د صادراتو لپاره هوايي دهلېزونه پرانیزي.

د يادونې ده چې په هرات کې د زعفرانو تر ټولو زيات حاصلات د اوبو او هوا برابروالي له امله د دغه ولايت له غوريان، پښتون‌زرغون، زنده‌جان، انجيل، کهسان او ګذرې ولسواليو ترلاسه کېږي.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.