ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلدي ډاکټران: د سپینوونکو کریمونو‎ دوامدار کارول جلد خرابوي ‎

جلدي ډاکټران: د سپینوونکو کریمونو‎ دوامدار کارول جلد خرابوي ‎

author avatar
18 Dec 2022 - 18:02
جلدي ډاکټران: د سپینوونکو کریمونو‎ دوامدار کارول جلد خرابوي ‎
author avatar
18 Dec 2022 - 18:02

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د جلد سپینولو ډول ډول کریمونو اعلانونه په داسې حال کې زیات شوي چې د ځینو جلدي ډاکټرانو په خبره، د دغه ډول کریمونو دوامدار کارول جلد ته زیان رسوي او د داغونو پيدا کېدو، حساسیت او نازک کېدو لامل یې ګرځي.

پر ټولنیزو پاڼو د کریمونو اعلانونه

د «ګیتي پلورنځي» په‎ فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي، د مخ او بدن سپینولو او روښانولو کریم د ښکلا یوه معجزه ده.

په دغه پوسټ کې د یاد کریم د ګټو په اړه داسې لیکل شوي: «سل سلنه د لمر ضد، د جلد روښانوونکی، د مخ ښایسته کوونکی، د لاسونو او مخ دایمي سپینوونکی، د مخ د ګونځو له منځه وړونکی، د جلد ترمیموونکی، د هر ډول جلد لپاره مناسب کریم دی.»

همداراز د «انلاین فُسټر» په نوم فېسبوک پاڼې هم لیکلي، د ژر او دایمي سپینولو اسپرې او د ورځې د ښکلا محصول، په سمدستي نتیجه ورکولو سره د مخ سپینوالي او د داغونو له منځه وړولو لامل کېږي.

کاروونکي د دغو کریمونو له کارولو پښېمانه دي.

د کابل ښار د کارته‌پروان سیمې اوسېدونکې سوسن پژواک خبري اژانس ته وويل: «ما څو څو ځلې په انلاين ډول د جلد سپینوونکي کريمونه اخيستى؛ په لومړیو ورځو کې یې زما جلد ځلاند او تازه ښکاره کاوه، خو څه موده وروسته پوهه شوم چې جلد یې راته ډېر خراب کړی دی.»

هغه وايي چې د جلد خرابېدو له امله اوس د جلدي ډاکټر تر درملنې لاندې ده او له روغېدو وروسته به هېڅکله هم دغه ډول کریمونه ونه کاروي.

په ورته مهال، د کابل ښار د چهلستون اوسېدونکې ارزو صدیقي هم وايي، له ډېرې مودې راهیسې له ورته سپینوونکو کریمونه څخه استفاده کوله.

خو نوموړې د سپینوونکو کریمونو پر زیات کارولو پښېمانه ده او وايي، اوس یې جلد له دې ډول کریمونو سره عادت شوی، که یې ونه کاروي، نو تازه نه ښکاري.

ډاکټران د دغه ډول کریمونو ډېره استفاده زیانمنونکې بولي.

په «کيوان د جلد او ښکلا تخصصي مرکز» کې یوه جلدي ډاکټر خالد بهرامي پژواک ته وويل: «کریمونه پوستکی دایمي نه سپینوي او اغېز يې موقتي وي.»

هغه وايي، سپینوونکي کریمونه ټول له کیمیاوي موادو جوړ دي چې ژر نتیجه ورکوي او جلد ژر د یو څه وخت لپاره ځلانده او تازه ښکاره کوي، خو دغه چاره دایمي نه ده او ډېر زیانونه لري.

نوموړي زیاته کړه: «ځوانان فکر کوي چې جلد یې روښانه شوی، په داسې حال کې چې دا ډول کریمونه د جلد د نازک کېدو لامل کېږي او بالاخره د لمر پر وړاندې د جلد حساس کېدو سبب ګرځي.»

هغه ټینګار کوي او وايي، د دغو کریمونو پرله‌پسې کارول جلد لپاره ډېر جانبي عوارض لري، د جلد د داغونو، خال خال کېدو او د کوچینو پوستي رګونو رامنځته کېدو لامل ګرځي او جلد له دغه ډول کریمونو سره عادت کېږي.

هغه ځوانو مېرمنو او نجونو ته سپارښتنه وکړه چې د جلد خوندي ساتلو لپاره د ډاکټر په مشوره له لمر ضد کریمونو څخه استفاده وکړي.

دغه‌راز د کابل پوهنتون د جلدي او زهروي څانګې استاد پوهاند عبدالحی ولي هم ډاکټر بهرامي ته ورته نظر لري او وايي: «د جلد سپینولو کریمونه شته، خو یوازې د ځانګړو ناروغیو لکه د داغونو او پیس ‎(برګي) لپاره دي چې د دغو داغونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.»

د هغه په ​​وينا، هغه کسان چې د جلد دايمي سپينوالي لپاره له دا ډول کريمونو استفاده کوي، ناسم کار دی؛ ځکه داسې کریم چې د جلد د دایمي سپینوالي لامل وګرځي او جانبي عوارض ونه لري، تر اوسه نه دی جوړ شوی.

نوموړي وویل چې له دغه ډول کریمونو استفاده جانبي عوارض لري او د پوستکي نازک کېدو او حساس کېدو لامل ګرځي او زیاته یې کړه: «زما په اند که له لمر ضد کریمونو استفاده وشي ښه ده؛ ځکه چې جلد د لمر له وړانګو او خارجي عواملو ساتي، خو د هغو کارول هم باید د جلدي متخصص په مشوه وي.»

په ورته وخت کې، د جلدي ناروغیو پروفېسور او د کابل د طبي پوهنتون استاد پوهنوال ډاکټر عبدالغفار همدرد وویل: «د انسان د جلد رنګ ۵ ډوله دی چې پنځم ډول جلد یې د افریقایانو په څېر تور پوست دی او لومړی ډول یې تازه او سپین جلد، لکه د سپین‎پوستو امریکایانو په څېر دی، کریم هیڅکله د انسان د جلد رنګ نه بدلوي، یوازې جلد تازه کوي خو دایمي د جلد سپینوونکی موجود نه وي.»

هغه هم سپارښتنه وکړه چې ځوانان باید په خپل‌سر کريم ونه کاروي؛ ځکه چې جلد ته زیان رسوي.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.