په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.
په لوګر کې له درې زرو بېوزلو کورنيو سره د ژمنيو جامو او لغمان کې له څه باندې شپږ سوه کورنيو سره نغدي او د ژمنيو جامو مرسته وشوه.
د زرنج ښار ځيني اوسېدونکي په دغه ښار کې د عقلي او عصبي ناروغانو ډېرېدو ته اندېښمن دي او دغو کسانو ته د درملنې او مراقبت مرکزونو جوړولو غوښتنه کوي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، پولیسو په دولسمه حوزه کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نيولي دي.
په لوګر او کندهار کې پر ۳۴۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکي او په پکتيا کې پر ۳۰۰۰ مالدارانو د هغو د څارويو لپاره خواړه ووېشل شول.
اروزګان مېشتې مېرمنې وایي، پر هغوی د سیمکارتونو پلور بند شوی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو مسوولین وايي، له پلورنځيو غوښتل شوي چې ښځینه مشتریانو ته د بېلو ځايونو له جوړولو او د ښځينه کارکوونکو له ګومارلو وروسته دې پر هغوی سيمکارتونه وپلورل شي.
د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون والیبال سياليو کې سبا خپله لومړۍ لوبه له ایران سره کوي.
خوست کې د کوچيانو روغتيايي کلينيک چې چارې يې د تېر حکومت له ړنګېدو سره نيمګړې پاتې وې، د ځايي اوسېدونکو په مالي لګښت بشپړې او پرانیستل شو.
د پکتیا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني ځواکونو پرضد لاريون کړى او د وړمې ورځې نښته يې غندلې ده.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ د غلانګ په سيمه کې د ځايي اوسېدونکو په شخصي لګښت د هغه لوی پول د جوړېدو چارې پيل شوې چې تېرې دوه لسيزې د هغوی يوه له اساسي غوښتنو وه.
د ننګرهار چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو په تورخم کې هغه ۳۵ افغانان د کډوالو چارو ادارې ته سپارلي چې له تېرې يوې مياشتې راهیسې د دغه هېواد په زندانونو کې بنديان وو.
د برېښنا شرکت وايي، کابل ته د تاجکستان وارداتي برېښنا ونښلول شوه چې ورسره د نهو ولایتونو د برېښنا بهیر عادي حالت ته را وګرځېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP