ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج خلک د عقلي او عصبي ناروغانو د درملنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

د زرنج خلک د عقلي او عصبي ناروغانو د درملنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
28 Nov 2022 - 17:52
د زرنج خلک د عقلي او عصبي ناروغانو د درملنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
28 Nov 2022 - 17:52

زرنج (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د زرنج ښار ځيني اوسېدونکي په دغه ښار کې د عقلي او عصبي ناروغانو ډېرېدو ته اندېښمن دي او دغو کسانو ته د درملنې او مراقبت مرکزونو جوړولو غوښتنه کوي.

هغوی په ښار کې د لیونیانو ګرځېدل د اندېښنې وړ بولي او وایي، په دغه ولایت کې د لیونیانو د ساتنې او مراقبت مرکز نشتوالي ترڅنګ، د رواني ناروغانو لپاره د مشورې ورکولو او درملنې مرکزونه هم نشته.

د زرنج ښار په «نقشه» سیمه کې د کثافاتو منځ کې یو کس چې رنګه جامې یې پر تن دي، وینم چې هره ورځ په کثافت‌دانیو کې د خوړو موندنې په لټه کې وي.

دغه کس صدیق‌الله نومېږي او د سیمې خلک یې په اړه وایي، نوموړی شپه او ورځ په دغه ځای کې اوسېږي او کله کله د خلکو د ځورونې لامل هم کېږي؛ خلکو ته ښکنځلې کوي، پر خلکو خځلې غورځوي؛ ځیني وخت خپلې جامې هم وباسي او د خلکو په منځ کې بربنډ ګرځي راګرځي؛ کله د هوټلونو مخې ته درېږي، خلک ورته ډوډۍ ورکوي، هغه له شپږو میاشتو راهیسې په دغه حالت کې دی، خو کورنۍ یې د ساتلو وس نه لري.

د ښاریانو شکایتونه

ارزو پر عقلي او عصبي ناروغۍ اخته یوه بله انجلۍ ده چې خلک یې لیونۍ خاله بولي. هغه هره ورځ د زرنج ښار د ښځینه‌وو بازار منځ کې سرتوره، له قیچي کړو وېښتانو او درې رنګه شکېدلو جامو سره ګرځي، هغه له زیوراتو سره ډېره مینه لري او هره ورځ د خلکو له دوکانونو بنګړي، ګوتمۍ، غاړه‌کۍ را اخلي، تل پر سر رنګارنګ زیورات اږدي او د هغو پر اغوستلو او ایستلو بوخته ده.

کله خپل کالي لرې کوي او د بازار په منځ کې ځان لوڅوي؛ خلک ورپورې ملنډې وهي او ځوروي يې؛ ځیني ورسره مرسته کوي چې جامې واغوندي، خلک ورته خواړه ورکوي، خو هغه له ډېر وخته حمام نه دی کړی؛ یوه کمپله لري چې د شپې مهال په کوڅو کې ويدېږي او ترې استفاده کوي.

که څه هم ارزو دوه ځلې د اعتیاد پرېښودو کلینیک کې بستره شوې، خو د عصبي ناروغۍ درملنه یې نه ده شوې؛ خلک وايي چې هغه نور نه رغېږي او باید د لیونیانو روغتیايي مرکز کې یې مراقبت وشي؛ هغه د دوو اولادونو مور ده چې بچیان یې اوس خلکو ته په فرزندۍ ورکړل شوي دي.

د زرنج ښار یوې اوسېدونکې افسانې حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ښار کې له دوو میاشتو راهیسې عقلي او عصبي ناروغان ډېر شوي او کله کله د خلکو د ځورونې لامل هم ګرځي.

هغې زیاته کړه: «پرون د خریدارۍ لپاره بازار ته تللې وم، یوه لیوني چې ټوله ورځ د سړکونو منځ کې کله لباس پر تن او کله لوڅ ګرځي، زما له سره یې ټیکری راکش کړ، له هغه سره ونښتم، خو وروسته پوهه شوم چې لیونی دی، هغه له ځان سره خندل او روان و.»

د هغې په خبره، څه موده وړاندې یو ګاونډی یې چې د ژوند ستونزو له امله معتاد شو، د نشه‌يي توکو ډېرې کارونې پر عقلي عصبي ناروغۍ اخته کړ چې اوس له رنګ رنګ جامو سره د ښار په کوڅو او کثافاتو کې ګرځي او له ځانه سره چټیات وايي، ان کورنۍ یې هم د درملنې او ساتنې وس نه لري.

نوموړې د دغه راز ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکزونو نشتوالي ته په اشارې سره وايي، په دغه ولایت کې د ښار په کچه د لیونیانو او عصبي ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

سرچینه له حکومته غواړي چې په یاد ولایت کې د نشه‌یې توکو د پېر، پلور او برابرېدو مخنیوي ترڅنګ، د عقلي او عصبي ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز جوړولو برخه کې هم اقدام وکړي.

د زرنج ښار یو بل اوسېدونکی سمیع الله حکمت هم چې په دغه ښار کې د عقلي ناروغانو د زیاتېدو یادونه کوي، وايي چې هره ورځ د دغه ډول ناروغانو شمېر ډېرېږي چې په ځینو مواردو کې د خلکو د ځورونې لامل هم کېږي.

هغه زیاته کړه: «څو ورځې وړاندې یو ځوان مې د ښار په کثافاتو کې پیدا کړ چې مخکې به د نظامي افسر په توګه ټولنې ته خدمت کاوه؛ هغه د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله نشه‌يي توکو ته مخه کړه، خو اوس لیونی شوی، د بازار په منځ کې ګرځي راګرځي او کله کله ځان بربنډوي.»

روانپوه ډاکټران هم د عقلي ناروغانو درملنې او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي.

رمیکا سیستاني چې له څه مودې راهیسې له «هنديکپ نړۍوالۍ موسسې» سره د روانپوهې په توګه دنده لري، پژواک ته وویل، رواني اختلالات کړنو، رفتار او وینا ته په پام سره توپير لري؛ کله چې رواني ناروغي پر مخ تللې شي، د سایکوز «جنون» لامل ګرځي او مختلف عوامل لري چې اساسي یې د نشه‌يي توکو کارونه ده.

هغه په نیمروز ولایت کې د رواني روغتیا روغتون یوه اساسي اړتیا ګڼي او وایي: «په نیمروز کې د سایکوز ناروغانو ډېرېدل د اندېښنې وړ خبره ده؛ په ځانګړې توګه ښځينه ناروغانې باید تر درملنې او مراقبت لاندې وي؛ ځکه هغه عصبي ناروغان چې په کوڅو کې ګرځي راګرځي، د ټولو خلکو د اندېښنې او ځورونې لامل کېږي.»

د هغې په خبره، ماشومان له دغو ناروغانو ډارېږي او د هغو سرګرداني ټولنې ته د زیان لامل ګرځي، نو ځکه هغوی باید بستر شي.

په دغه حال کې، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست د اعتیاد پرېښودلو کلینیک مسول او د اعصابو متخصص ډاکټر سیدخلیل شاه کاظمي پژواک ته وویل، د عقلي، عصبي او رواني ناروغانو زیاتوالی د نیمروز د خلکو لپاره یوه اساسي ستونزه ده.

نوموړی چې له ۱۵کلونو راهیسې، د اعصابو او رواني برخو کې د ناروغانو درملنه کوي، وویل، د رواني او عصبي ناروغیو برخه کې مختلف عوامل رول لري چې ځیني وختونه ارثي، هورموني تغییراتو او د مغز کیمیاوي فعالیتونو پورې اړه لري.

سرچینې، چاپېریالي عوامل لکه بې‌کاري، بې‌وزلي، ستونزو، کورني تاوتریخوالي او کډوالۍ ته اشاره وکړه، خو نشه‌یي توکي یې د عقلي او عصبي ناروغۍ عمده لامل یاد کړ.

هغه زیاته کړه: «نشه‌یي توکي خالص نه دي او د اوږدمهال لپاره یې ډېره کارونه د خلکو پر مغز بده اغېزه پرېږدي او معتاد کس لیونی کوي.»

د سرچینې په خبره، د زرنج ولایتي روغتون یوه څانګه د عصبي او رواني ناروغانو لپاره ځانګړې شوې، خو هغه بسنه نه کوي او معیاري هم نه ده.

هغه وویل، ځينې موسسې شته چې د ناروغانو لپاره د روان درملنې خدمات وړاندې کوي، خو ګټور نه دي؛ ځکه چې متخصصین نه لري او له همدې امله، یو شمېر کورنۍ خپل ناروغان د درملنې لپاره هرات ولایت ته لېږدوي او ځيني یې چې اقتصادي وس نه لري نو په ښار کې یې خوشي کوي.

هغه زیاتوي، د عقلي او رواني ناروغیو ډولونه د ډېرېدو په حال کې دي چې د ورځې له ۱۵ تر ۳۰ دغه ناروغانو ورته مراجعه کوي.

هغه وایي، د کلینیک جوړېدل دې باید د عامې روغتیا وزارت له لارې د روغتیا په پروګرام شامل شي؛ د نیمروز د عامې روغتیا ریاست څو ځلې د دغې موضوع وړاندیز کړی، خو وزارت تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

نوموړی د روغتیا په برخه کې نیمګړتیاوې د مخکېني حکومت د عامې روغتیا وزارت پالیسۍ کې د ناکارۍ له امله ګڼي او وايي،  وزارت په مخکني حکومت کې، د ولایتونو روغتیا برخه یې موسسو ته د ډېرې بودجې په بدل کې په اجاره ورکړه چې د موسسو خدمتونه چندان اغېزناک نه وو بلکې باید ظرفیت جوړونه شوې وای.

هغه دعقلي ناروغانو د ساتنې او درملنې لپاره د یوه کلینیک جوړېدل یوه اساسي اړتیا وبلله او وایي، په یاد ولایت کې د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې تړاو د نیمروز د عامې روغتیا ریاست ځواب هم ترلاسه کړي، خو هغوی ځواب ورکولو ته حاضر نه شول.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.