ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنا رباني: پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري

حنا رباني: پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري

author avatar
29 Nov 2022 - 18:40
حنا رباني: پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري
author avatar
29 Nov 2022 - 18:40

کابل (پژواک، ۸ لیندۍ ۱۴۰۱): په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.

د ارګ په ټويټر کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن (سه شنبه) په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

د حنا رباني کهر په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی نن سهار کابل ته راغلی دی. په دغه پلاوي کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني او د نورو وزارتونو په ځانګړې توګه د ماليې وزارت چارواکي شامل دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو روابطو د لاپراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.

نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربه‌توب په خاطر د پاکستان اسلامي جمهوریت مننه وکړه ويې ویل، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.

ده زياته کړې، «افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا تر منځ د اتصال پل دی او موږ د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او پېښور- کابل – ترمذ رېل پټلۍ په څېر سترو پروژو د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو چې په پلي کېدو سره به یې د افغانستان او پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړې، دوی د ډبرو سکرو د سوداګرۍ میکانیزه کولو په لټه کې دي او په همدې موخه بین الوزارتي باصلاحیته ګډه کمېټه ایجاد شوې ده. همداراز د بندرونو ملي کمېټه د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه موظف شوې ده.

مولوي حنفي پاکستاني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګې ته وهڅول او زیاته یې کړه، دوی افغانانو ته د ویزې ورکولو په برخه کې د اسانتیاو برابرولو او افغان بندیانو د راخلاصېدو په برخه کې د پاکستان همکاري غواړي.

د خبرپاڼې په حواله، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې وویل: «موږ داسې بل کوم هېواد نه پېژنو چې د افغانستان او پاکستان په څېر زیات مشترکات ولري.»

هغې زیاته کړه، له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

حنا رباني کهر دې ته په اشارې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي وویل، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي، د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې په دې په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وویل، له رامنځته شویو فرصتونو څخه باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.

حنا رباني کهر وویل، موږ باید د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ تماس لپاره ښه چاپېریال ایجاد او ننګونې په فرصت بدلې کړو.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو دیني، فرهنګي و ژبنیزو مشترکاتو ته په اشارې وویل، له فرصتونو څخه باید د افغانستان او پاکستان د خلکو د اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره ګټه واخیستل شي.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل: «موږ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوو، دا چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، موږ باید د دواړو هېوادونو د ولسونو د هوساینې لپاره زیات کار او پانګونه وکړو او د ستونزو په حلولو تمرکز ولرو.»

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن کهر کابل ته د یوه ورځڼي سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، دریاست الوزراء مرستیال عبدالسلام حنفي، د کانونو او پیټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور  او د سوداګرۍ وزیر حاجي نور الدین عزیزي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنو کتنو کې پر ګڼ شمېر دوه اړخیزو موضوعاتو ، د بېلګې په توګه تعلیم، روغتیا، کرنه ، سوداګر او پانګونې باندې په تفصیل سره خبرې وشوې.

Visits: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.