د کابل امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د «پل سوخته» سیمې چاودنه کې دوه عام وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
د هلمند مسؤولین وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو مسئولین وايي چې امنيتي ځواکونو په ميدان ښار کې يو انسان تښتوونکی نیولی دی.
سرچينې وايي، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې درې عام کسان ټپيان شوي دي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه، ۱۵۲ ژوبل شوي او څه باندې درې زره کورونه ويجاړ شوي دي.
د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، د بست ساتونکو لوبډلې مس عینک ته او کابل بازانو بیا د هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د دې ترڅنګ چې وايي نړۍ به پر افغان سرپرست حکومت نيوکې کوي، خو د دوی لاسته راوړنې هم بايد وستايل شي، زياتوي، افغانستان کې امن پاکستان ته د انرژۍ د انتقال نوي فرصتونه برابر کړي دي.
ماليه وزارت وايي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او په پرله پسې توګه هېواد ته د اړينو توکو صادرولو او واردولو په منظور به د ننګرهار او کندهار ګمرکونه ۲۴ ساعته فعاليت کوي.
د کندهار چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک، شاولیکوټ، ارغنداب ولسوالیو او ځينو نورو سیمو کې سېلابونو پر مالي زیانونو سربېره ۱۲ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د نجونو د ښوونځیو د دروازو بند پاتې کېدل؛ سمیرا زدهکوونکې وه او هیله یې درلوده چې ډاکټره شي، خو اوس ډوډۍ پلوري او له هر لاروي پوښتي، کاکا ډوډۍ اخلې؟
د امر بالمعروف سرپرست وزير وايي، خلک دې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، ځکه په هېواد کې د يوه شرعي قانون نافذول د حکومتونو د بقا لپاره مهم اصل دی.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت حصارک ولسوالۍ کې د تېر نظام دوه سقوط شوې چورلکې يې د بيارغونې په موخه کابل ته ولېږدولې.