ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږیزه لیګ سیالۍ: بست ساتونکو مس عینک ته او کابل بازانو هندوکش ته ماتې ورکړه

شپږیزه لیګ سیالۍ: بست ساتونکو مس عینک ته او کابل بازانو هندوکش ته ماتې ورکړه

author avatar
30 Jul 2022 - 18:52
شپږیزه لیګ سیالۍ: بست ساتونکو مس عینک ته او کابل بازانو هندوکش ته ماتې ورکړه
author avatar
30 Jul 2022 - 18:52

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، د بست ساتونکو لوبډلې مس عینک ته او کابل بازانو بیا د هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغه ليګ لومړۍ لوبه نن سهار د بست ساتونکو او مس عینک لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دغه سیالۍ کې د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷  منډې وکړې او مس عینک لوبډلې ته يې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د بست ساتونکو لوبډلې له لوري افسر ځاځی ۶۷، حسن عیسی خېل ۲۷ او سمیع الله شینواري ۲۴ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې د مس عینک له لوري سمیع توتاخېل دوه، بلال سمیع، ظاهر خان او الله نور بیا د بست لوبډلې یو – یو  لوبغاړي وسوځول.

بل خوا بیا د مس عینک لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د څلورو منډو په توپیر بست لوبډلې ته وبایلله.

د مس عینک لوبډلې له لوري محمد شهزاد ۷۷، ګلبدین نایب ۲۲ او الله نور ۲۰ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې د بست لوبډلې له لوري احمدضیاء او محمدسلیم د مس عینک درې – درې لوبغاړي وسوځول.

دغه‌راز د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د کابل بازانو او هندوکش ستورو لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې د هندوکش  لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د هندوکش له لوري په توپوهنه کې زبید اکبري ۸۳، حضرت الله ۳۰ او اکبر موسی زي ۲۰منډې جوړې کړې.

دغه‌راز په توپ اچونه کې د کابل بازانو لوبډلې له لوري حسیب، قیس احمد او ولید د هندوکش دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه یاد هدف د کابل بازانو لوبډلې په څوارلسم اور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او د هندوکش لوبډلې ته یې د نهو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د کابل بازانو له لوري په توپوهنه کې رحمن الله ګربز ۱۲۱، مسعود ګربز ۲۷ او ابراهیم ځدراڼ بیا ۲۵ منډې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې به سبا سهار لومړۍ لوبه د پامیر زلمي او امو نهنګانو او دویمه لوبه به د سپین غر او بند امیر تر منځ وشي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.