د زابل په مرکز کلات کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پنځه ورځنی د کتابونو نندارتون جوړ شو .
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د هوايي ډګر پر تخنيکي کارکوونکو وسلهوال بريد شوی چې دوه کسان پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وژنو، غلاوو، تښتونو، غصب، خپلمنځي شخړو، له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې او نورو جرمونو په تور ۱۲۰ کسان نیولي دي.
د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل ښار کې د ٥٠ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
د افغانستان د سوداګرو او پانګهوالو ټولنه ادعا کوي چې مخکنی حکومت يې د تامیناتو، حوالو او بانکي تضمینونو له درکه ۶۰ میلیارده افغانۍ پوروړی دی.
سیمهییزې سرچینې وایي چي د تخار د مرکز تالقان ښار د شرقي پروژې سیمه کې د نښتې له امله دو ملکي وکړي هم وژل شوي دي.
ځينې ښځې د یو ډول سلیم تومور (فېبروم) درلودو له امله اندېښمنې دي چې داسې نه په بدن کې یې پر سرطان بدل شي؛ خو نسایي ډاکټران وایي، ۹۵ سلنه دغه ډول تومورونه بېخطره دي او ښايي پر سرطان بدل نه شي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، د دولسمې امنيتي حوزې اړوند بتخاک څلورلارې سره پر يوه موټر چاودنه شوې چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
حکومت وايي چې د کانونو او پټرولیم وزارت په تېره يوه اونۍ کې څه باندې ۴۱۳ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
په یاده سیالۍ کې زمبابوې پ
د افغانستان هنر شبکې له خوا په کابل کې د بېلا بېلو هنرمندانو د هنري آثارو تر ارزونې وروسته څو تنو ته هنري جايزې ورکړې.