ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه

کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه

author avatar
12 Jun 2022 - 19:14
کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه
author avatar
12 Jun 2022 - 19:14

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف و ټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې نجیب الله ۵۷، محمد نبي ۴۳ او حضرت الله بیا ۲۸ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې چتارا ۲، جانګوي او بورل بیا د افغانستان یو یو لوبغاړي وسوځول.

بلخوا بیا زمبابوې یاد هدف د شلو اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره نه کړ، يواځې ۱۴۹ منډې يې وکړې او په دې سره يې سيالي افغانستان ته د ۲۱ منډو په توپیر سره وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان دوه، نبي، فاروقي، نجات مسعود او کریم جنت بیا د زمبابوې یو یو لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه افغانستان تېره ورځ هم زمبابوې ته د شپږو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړې وه.

یادې شل اوریزې سیالۍ نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره تر سره کېږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د یادو دوو لوبو له ګټلو مخکې د شل اوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې لسم ځای درلود، خو تر اوسه په دې اړه تازه د کرکټ نړیوالې شورا څه نه دي ویلي چې افغان لوبډلې د یادو لوبو په ګټلو سره څويم مقام خپل کړی دی.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.