خوست کې د صبريو او بلخېلو په نوم د دوو قبيلو ترمنځ د غره او دښتې د ملکيت پر سر د څلوېښت کلنې لانجې او شخړې د حل او فصل په موخه اوربند وشو.
د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې يې هغه کس نیولی چې تېره شپه يې يو بل کس په ډزو وژلی و.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون وايي، له افغانستانه وتلو ټولو سياسي او نظامي شخصيتونو لپاره هېواد ته د راتګ زمينه برابروي او د هغوی له راستنېدو وروسته هيڅوک یا اداره د هغوی د نیولو او ځورولو حق نه لري.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ کروندګر او بڼوال وايي، ځمکو او باغونو ته یې تلونکې اوبه د ځینو کسانو له خوا ګرځول شوې چې له امله یې د دوی کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د بلخ اطفائیې مدیریت وايي چې د دوى مسلکي کارکوونکو په دغه ولایت کې د اورلګېدنو له ٧٥ پېښو څخه مخنیوی کړى او د نږدې ۹۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د خلکو مالونه د اور له خوراکه ژغورلي دي.
د پکتيکا مسوولين وايي، د خوړو نړيوال سازمان له لوري د دغه ولايت د شپږو ولسواليو پر ۱۱۴۰۰ بېوزلو کورنيو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د بغلان د نباتاتو د ساتنې چارو مسوولین وايي، سږ کال د بودیجې او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې کابو لس زره هکتاره کرنیزې ځمکې او مالچر، ملخانو ځپلي دي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه بنسټ په پام کې لري چې روان کال د یاد ولایت په ۲۲ ناحیو کې ۱۸۱ مختلفې پروژې تطبیق کړي.
د غزني د دهیک ولسوالۍ اوسېدونکې بخت بي بي نږدې یوولس کاله کېږي چې واده شوې، خو تر اوسه یې ۱۲ اولادونه نړۍ ته راوړي؛ له ډلې یې مشر زوی او لور دوه کاله وړاندې په هوایي برید کې ووژل شول او پاتې یو شمېر یې پر خوارځواکۍ اخته دي.
یوې هندي رسنۍ خبر ورکړی چې هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت پر بیا پرانیستلو غور کوي او په دې اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په خبرو بوخت دی.
په زابل کې د روغتیايي خدماتو د پياوړتیا او لرو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په موخه، د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۸ موټرسایکلونو مرسته وشوه.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې پر کرونا ویروس اخته د مثبتو پېښو ناروغانو شمېر له دوه برابره او د مړینې شمېر درې برابره لوړ شوی دی.